په هرات کې د ایرنا د خبریال د راپور له مخې، د فراه ولایت له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې مشر مولوي محمد اسرائیل سیار نن چهارشنبه د کب په ۸ مه وویل: دغه پېښه د پشتکوه ولسوالۍ په کوجر کلي کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د درېيو کورنيو غړي چې نارينه، ښځې او کوکان په کې شامل وو، غرونو ته د تفريح لپاره تللي وو، چې په سېلاب کې راګیر شول، چې له امله يې ٢١ تنه مړه او څلور نور ټپيان شول.
د فراه د امنيه قوماندانۍ د رسنيو دفتر مسوول مولوي محمد نسيم بدري وويل، امنيتي ځواکونو د پېښې له ځايه د پېښې ټپيان او مړي روغتون ته لېږدولي دي.
د ایرنا د راپور له مخې، پرون د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې د سختو بارانونو او واورو د اورښت له امله زیاتره لویې لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې وې.
د پیغام پای/
Your Comment